د دویم پړاو مستفیدینو لپاره د روزنې بشپړتیا
نېټه: د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۶مه
د دویم پړاو مستفیدینو، د یو مسلکي غالۍ اوبدونکي ښوونکي تر لارښوونې لاندې، د درې نیمو میاشتو روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړ او د غالۍ اوبدلو مهارتونه یې ترلاسه کړل، او خپله لومړنۍ لاسي غالۍ یې هم بشپړه کړه.
ټولو روزنیالانو په منظم ډول د روزنې غونډو کې ګډون وکړ او د پروګرام په اوږدو کې یې خپل مهارتونه په دوامداره توګه وده ورکړه.
د غالۍ اوبدلو تر څنګ، ګډونوالو د ژوند اړینې وړتیاوې هم زده کړې، لکه د کوچني تجارت چلندونه، د سالم ژوند اصول، د حفظ الصحې پوهاوی او نور مهم مهارتونه چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې کار ورڅخه اخیستل کېږي.
د دې روزنیز پړاو په پای کې، یو اختتامی مراسم ترسره شول چې پکې د نړیوالې ښځو مؤسسې درانه استازی هم حاضر و، او د دویم پړاو د زدهکوونکو لاسته راوړنې پکې ولمانځل شوې.